د التقوی پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلینو ته د (IT Skills for Computer Science Students) ځانګړې روزنیزې برنامې څلورم درس د یاد پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ د څانګې آمر او استادانو لخوا په دوه جلا وختونو کې په عملي ډول وړاندې شو.
چې په یاد درس کې هم په مهمو موضوعاتو(Troubleshooting, Common Hardware issues, Power Supply voltage Testing and security, maintenance and safety) عملي کارونه ترسره شو، څو د دوی تعلیمي تجربه لا ښه او اغیزمنه شي.
یاده روزنیزه برنامه د کمپیوټر ساینس پوهنځي او د مسلکي پرمختیا آمریت (PDC) په ګډه همکارۍ پر مخ وړل کېږي، چې موخه یې د محصلینو عملي وړتیاوې پیاوړې کول او د مسلکي مهارتونه لوړول دي.